الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دویمه ناحیه کې له یو شمیر پوروړو پورنه راټول شول

21 قوس 1400

د دویمې ناحیې مسئولانو د کابل ښاروالۍ د عوایدو راټولولو په موخه د بیلابیلو صنفونو فعالیتونه و ارزول، چې په پایله کې یې له یو شمیر پوروړو پورونه راټول شول او له پاتې نورو به یې هم ډیر پورونه راټول او کابل ښآروالۍ حساب ته د ننه شي. یو شمیر پوروړي په ځانګړې توګه د جمهوریت او آریانا مارکیټونو هټیوال مجبور کړل شول، څو هرڅه ژر خپل پورونه ادا کړي. د کابل ښاروالۍ رهبري ټینګار کوي، څو ټول پوروړي هرڅه ژر خپل پورونه ادا کړي او اړینه ده په دې برخه کې له جدیت څخه هم کار واخیستل شي، ځکه عواید د یادې لویې خدماتي ادارې د چلښت یوازینۍ سرچینه ده څو له دې اړخه کابل ښاریانو ته غوره خدمتونه وړاندي شي او وګړي یې باید په ورکړه کې ناغیړي ونه کړي.