الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د صنعتي پارکونو زیربنابي او خدماتي ستونزې تر بحث لاندې ونیول شوې

22 قوس 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د افغانستان د صنایع او کانونو خونې د رئیس شیرباز کمین زاده او د کابل د صنایع او کانونو خونې د رئیس سخي احمد پیمان په ملتیا په داسې حال کې چې یو شمیر صنعت کاران هم ورسره وو، د صنعتي پارکونو زیرینايي او خدماتي ستونزې و ارزولې. دوی د خامو سړکونو، د کانالونو د جوړولو، کثافاتو او د کابل ښاروالۍ د عوایدو راټولولو ستونزې تر بحث لاندې ونیول شوې او د حل او مسئولیت پیژندلو په اړه یې ژمنه وکړه. کابل ښاروال زیاته کړه چې کابل ښاروالي په صنعتي پارکونو کې د اسانتیاو رامنځته کولو او خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ژمنتیا لري او د همکارۍ روحیې په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي دغه راز د ستونزو تر اوریدو وروسته مسئولانو ته لارښونه وکړه او زیاته یې کړه چې سرچینو ته په کتو د کابل صنعتي پارکونو د ستونزو د حل په موخه اقدام وشي.