د دویمې ناحیې مسئولانو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یادې ناحیې اړوند له فروشګاه تر چوک او نادر پښتون واټ پورې سړک او پلې لارې له ښاري بې نظمیو پاکې کړې. د هټیوالو ناقونه غرفې، کپې او نور مالونه چې د لارې او سړک د بندیدو سبب ګرځیدلي وو پاک شول او دغه راز د ګرځنده او لاسي توکو پلورونکو فعالیتونه هم تنظیم شول. د ښاري په مرکزي برخو کې د ښاري نظم راوستل لومړیتوب او اړتیا ده چې د وضعیت د غوره کیدو په موخه د کابل ښاروالۍ مسئولان پرلپسې هڅې او کوښښونه کوي.
د دویمې ناحیې یو شمیر برخې له بې نظمیو پاکې شوې
24 قوس 1400