د نهمې ناحیې رئیس قاري حفیظ الله بدری، چې یو شمیر دیني عالمانو، مشرانو او د ګذر وکیلانو یې ملتیا کوله د یادې ناحیې په محوطه کې د یوه جومات د بنسټ دبره کیښوده. د پرانیستې په یادو مراسمو کې عالمانو او د ګذر وکیلانو د افغانستان د سوکالۍ او د شریعت د ټینګښټ لپاره دعا وکړه او په یو شمیر ښاري مسایلو یې رڼا واچوله.
په نهمه ناحیه کې د یوه باب مسجد د بنسټ ډبره کیښودل شوه
24 قوس 1400