د کابل ښاروالۍ د نولسمې ناحیې رئیس محمد حامد امیري په خپل شخصي لګښت او پیسو د تنظیف ریاست ۲۷ تنه زیارکښ پرسونل چې د نولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې یې بې دریغه فعالیتونه لرل، په مادي توګه وستایل. په یادو مراسمو کې چې د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني د تنظیف ریاست د پرسونلو هڅې او کارونه وستایل او دوی ته یې د لوی رب له دربار څخه د روغتیا او بریالیتوب هیله وکړه . دغه راز د تنظیف رئیس د ښار په پاکۍ او نظافت کې د نارنجي اغوستونکي له فعالیتونو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په راتلونکې کې به د تنظیف ریاست ټول پرسونل په مادي او معنوي بڼه وستایل شي.
۲۷ تنه تنظیفي کارکوونکي په مادي ډالیو ونازول شول
6 جدی 1400