کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د نهمې ناحیې له ګذر وکیلانو او د عالمانو شورا له استازو سره د یادې ناحیې د شته ستونزو حل کیدو په موخه ولیدل او پر یو شمیر موضوعاتو یې بحث وکړ. نوموړي د ستونزو تر اوریدو وروسته وویل چې په خپلو پروګرامونو او پلانونو کې یې محرومو سیمو ته لومړیتوب ورکړی او ډیر ژر به د یادې ناحیې اوسیدونکو ته اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.
کابل ښاروال د نهمې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د يادې د ستونزو حل کیدو په موخه وکتل
4 جدی 1400