د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د لودیځ زون له بیلابیلو ناحیو لیدنه وکړه

6 جدی 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښاري نظم او ښاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه له پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیې له اړوند سیمو لیدنه وکړه او مسئولانو ته یې یو شمیر اړینې لارښونې وکړې. نوموړي په یادو ناحیو کې له ښاري سیمو ګټې اخیستنې څرنګوالی، له ښاري سرغړونو د مخنیوي، د زرغونتیا او تنظیفي خدمتونو وړاندې کولو، له ملکیتونو او جایدادونو د غوره ګټې اخیستنې، په کره توګه د کابل ښاروالۍ د عوایدو راټولولو او د مراجعینو اسنادو او ستونزو ته په رسیدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخو کې ورته د مسئولانو ناغیړي د منلو وړ نه ده او اړینه ده د کابل ښار په آبادۍ کې ټول خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي. کابل ښاروال دغه راز له غاصبینو د عامو ملکیتونو پرراګرځولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې د غوره اقداماتو غوښتونکی شو. له لیدنو وروسته کابل ښاروال په بیلابیلو سیمو کې په پراختیايي پلانونو، د سړکونو پر رغولو، دسیمو په بیا رغونه، د ماسټر پلان پر تطبیق ټینګار وکړ، چې په وینا یې ورسره برابرې پراختیا او تلپاتې پرمختګ ته لاره هواره شي.