الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوا شناسی سړک د اوبو ډنډ کیدو د ستونزې حل په موخه اقدام وشو

20 جدی 1400

د کابل ښاروالۍ د نهمې ناحیې مسئولانو د هوایي ډګر څلورلارې ته نیږدې د هوا شناسی سړک د اوبو ډنډ کیدو ستونزې د حل په موخه اقدام وکړ. څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه د هوایي ډګر د اوبو لښتی له هواشناسی سره ونښلوه، څو په یاده سیمه کې د اوبو ډنډ کیدو ستونزه حل کړي، خو د وروستیو ورښتونو له امله د یادې سیمې د اوبو لښتي بند شوي وو او هلته اوبه ډنډ کيدې. په یاده سیمه کې چې یوه زیانمنه سیمه کې د کابل ښاروالۍ مسئولانو تخنیکي او فني مطالعه ترسره کړه څو په راتلونکې کې دلته یو لوی د اوبو لښتی جوړ کړي او ورسره د ځمکې د سر اوبو ستونزه د تل لپاره حل شي.