الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل په عمومي واټونو کې تر واورې وریدو وروسته بیرته حالت عادي بڼې ته ګرځول شوی دی

15 جدی 1400

د کابل ښاروالۍ پرسونلو د وروستیو اورښتونو له امله، توانیدلي دي څو له خپله سرچینو په ګټې اخیستنې سره د کابل عمومي واټونه له واورو پاک او عادي حالت ته وګرځوي. کابل ښاروالي بې دریغه هڅه کوي، څو د وضعیت د کنټرول لپاره له خپلو سرچینو عظمي ګټه واخلي او په خپلو هڅو شته ستونزې لمنځه یوسي. اوس مهال هم د ښار په بیلابیلو برخو کې د واورو پاکولو لړۍ روانه ده. دغه راز د کابل ښار له ټولو درنو ښاریانو هیله کیږي څو په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي او ټول د خپلو استوګنځیو مخې ته واورې پاکې کړي. دغه راز د واورو په ټولولو کې هڅه وکړئ څو، د خپلو کورونو او ملکیتونو واورې په سړکونو او پلو لارو کې ونه غورځوئ او په دې توګه نورو خلکو ته د ستونزو جوړولو سبب ونه ګرځی.