د دویمې ناحیې د مسئولانو له لوري د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ده افغانانو، د زرنګار پارک شاوخوا او ور څیرمه سیمو کې د لاسي توکي پلورونکي، سیارې کراچۍ او د اصنافو فعالیتونه تنظیم شول . دغه راز د عملیاتو په لړ کې د موټرو خپل سرو تم ځایونو ته هم رسیدنه وشوه،چې د پلو لارو او سړکونو د بندښت سبب ګرځیدل. د یادې سیمې د نظم لپاره یو کسان وګمارل شول،څو په یاده سیمه کې په دوامداره توګه ښاري نظم وڅاري او له سرغړونو مخنیوی وکړي. د ښار په دې مرکزي سیمه کې ښاري نظم راوستل لومړیتوب دی چې له دې وروسته به ورته جدي پاملرنه کیږي او له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.
په ده افغانانو سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ښاري نظم وڅارل شو
13 جدی 1400