کابل ښاروال مولوي عبدالرشید دشپږمې ناحیې له اوسیدونکو سره په ناسته کې د یادې ناحیې لومړیتوبونه تر بحث لاندې ونیول. نوموړي وویل چې نوي پروګرامونه د خلکو لومړیتوبونو ته تر کتنې وروسته پلي کیږي او خپلو مالي سرچینو ته په کتو به د خلکو شکایاتو او ستونزو ته رسیدنه وشي. په پای کې د شپږمې ناحیې اوسیدونکو د ښو خدمتونو ترسره کولو له امله د کابل ښاروال کړنې وستایلې او د نوموړي پر اوږو یې د عزت چپنه ور کیښوده.
د شپږم ناحیې له اوسیدونکو سره د کابل ښاروال ناسته
11 جدی 1400