کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د مالیې وزارت له مرستیال ملامحمد ناصر اخند زاده سره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا، د کابل ښاروالۍ د عوایدو او د پروژو د بودجې په اړه لیدنه وکړه. دواړه لورو دغه راز د کابل ښاروالۍ له جایدادونو او د کابل ښار له څلور دروازو د عوایدو راټولولو، د کابل ښار په کچه د عمراني پروژو پلي کولو، د چاپیریالي او مالي ستونزو د حل او یو شمیر مورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې او په دوه اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ، څو چارې په غوره توګه ترسره شي.
د مالیې وزارت له مرستیال سره د کابل ښاروال لیدنه
10 جدی 1400