د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل په شمال کې له څلورمې، یولسمې او پنځلسمې ناحیې لیدنه وکړه

22 جدی 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل په شمال کې له څلورمې، یولسمې او پنځلسمې ناحیې لیدنه وکړه او د وضعیت غوره کیدو په اړه یې مسئولانو ته ځانګړې لارښونې او سپارښتنې وکړې. کابل ښاروال په یاو ناحیو کې له ښاري سیمو ګټه اخیستنه، له ښاري سرغړونو د مخنیوي، د تنظیفي او زرغونتیا خدمتونو، ملکیتونو د غوره ګټې اخیستنې او د مراجعینو د اسنادو د پړاونو پر آسانه کولو ټینګار وکړ، چې وینا یې مسئولان له دې وروسته باید په یادو برخو کې هڅې وکړې څو د یوه ښایسته کابل درلودلو سربیره ښاریانو ته اسانتیاوې برابرې شي. دغه راز نوموړي له غاصبینونو د زرغونو سیمو او عامه ملکیتونو پر بیرته راګرځولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له سرغړونکو سره باید قانوني چلند وشي. کابل ښاروال په یادو ناحیو کې لومړیتوبونو او سرچینو ته په کتو د پراختیايي پلانونو په جوړولو، د سړکونو پر رغولو، بیارغونې ، د کابل ښار د ماسټر پلان پر تطبیق او یو شمیر نورو برخو کې پر مسئولانو ټینګار وکړ څو برابرې او تلپاتې پراختیا ته زمینه برابره شي.