الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کوټه سنګي سیمه له ښاري بې نظمیو پاکه شوه

20 جدی 1400

د کابل ښاروالۍ د دریمې او پنځمې ناحیې مسئولانو په ګډه، د یادو ناحیو د وصل سیمې له ښاري بې نظمیو او نورو خنډونو چې د تګ راتګ پر وړاندې یې ستونزې را ولاړې کړې پاکې کړې. په یادو عملیاتو کې له ځدراڼ مارکیټ تر مبارک سنټر پورې دواړو لورو ته پلې لارې له لاسي توکو پلورونکو، سیارو کراچیو او د هټیو مخې ته له ناقونه رغونو پاکې شوې. ورته مهال د سیمې یو شمیر فعالیت کوونکو د مسئولانو کړنې وستایلې او له دوی یې وغوښتل څو په دوامداره توګه له ښاري نظم څارنه وکړي او خلکو ته آسانتیاوې رامنځته کړي. مسئولانو له ښاریانو سره ژمنه وکړه چې دوی د ښاري نظم راوستلو ته ژمن دي او په دوامداره توګه به ښاري بې نظمۍ څاري.