د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال پر پلاني د شپږمې ناحیې د غیر پلانې سیمو پر بدلولو ټینکار وکړ

29 جدی 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د شپږمې ناحیې له یو شمیر اوسیدونکو او مسئولان سره په لیدنه کې پر مسئولانو ټینګار وکړ څو د یادې ناحیې غیر پلاني سیمې په پلاني سیمو بدلې کړي. نوموړي دغه راز د یادې ناحیې لپاره د ځمکو د بیا پراختیا پلانونه و ارزول. کابل ښاروال مسئولانو ته لارښونه وکړه څو له ښاري معیارونو سره برابر د ځمکو په استملاک کې له معاصرو لارو چارو ګټه واخلي او په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو په طرحو عملي کارونه پيل کړي. نوموړي دغه راز په یاده ناحیه کې د غوره پلانونو په وړاندې کولو، د کثافاتو د مدیریت، د ځمکو پر بیا پراختیا، له غصب څخه د مخنیوي، ښاري نظم او یو شمیر نورو برخو په اړه هم پر مسئولانو ټینګار وکړ.