د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له وزیر آباد کانال د کثافاتو د لیږد کار په چټکۍ روان دی

27 جدی 1400

د وزیر اباد کانال تر پاکولو وروسته نن د کابل ښاروالۍ د تنظیف او کار ساتنې او مراقبت ریاستونو  مسئولانو او ماشینرۍ له یاد کانال څخه د کثافاتو او اضافي موادو د لیږد چارې پیل کړې، څو له بیا ځل بندیدو څخه یې مخنیوی وشي. د یاد کانال له پاکولو وروسته بیاهم د یاد کانال یو شمیر برخې په لب جر، سلیم کاروان بلاکونو، تایمنیو پروژې او ورڅیرمه سبمو کې بندې وې چې په بشپړه توګه پاکې شوې. له بده مرغه یو شمیر ښاریانو په یاد کانال کې بې کچې کثافات، فاضلاب او اضافي توکي غورځولي وو، چې د یاد کانال یو شمیر برخې یې بندې کړې وي، چې د پاکولو او لیږد چارې یې له څه مودې را پدیخوا پیل شوې دي. دغه راز د یاد کانال پر سر هغه پلونه او خنډونه چې له تیر کلونو راپدخوا په غیر مسئولانه توګه جوړ شوي وو او د یاد کانال د بندیدو سبب ګرځیدل، د څلورمې ناحیې اړوند له لب جر څلولارې تر تایمنیو پروژې په بشپړه توګه پاک او لمنځه یوړل شول او دغه راز د غصب پیښو ته هم رسیدنه وشوه. هیله ده څو ښاریان په ځانګړي توګه د یاد کانال پر مسیر پراته اوسیدونکي بیا په دې کانال کې کثافات او اضافي توکي ونه غورځوي، څو یو ځل بیا د دې لوی کانال د بندیدو سبب ونه ګرځي. ځکه د بیا پاکولو له امله یې د کابل ښاروالۍ ډیر شمیر انساني او مالي سرچینې مصرف کیږي. اوس مهال هم د کابل ښاروالۍ پرسونل او ماشنیري له وزیر اباد کانال د کثافاتو پر لیږد بوخت دي. یاد کانال د ۱۰، ۱۱، ۱۷،  ۱۵، ۴ او دویمې ناحیې د ځمکې د سر اوبو ډیره برخه لیږدوي.