د پنځلسمې ناحیې مسئولانو د کورنیو چارو وزارت لودیځ لوري ته لسګونه جریبه ځمکه چې دولتي ملکیت وو له غصب وژغورله او د غاصبانو له لوري پکې جوړ شوي ناقانونه تاسیسات ونړول شول. ډیری غصب شوې ځمکې تر پیژندلو وروسته آزادې شوې دي او د کابل ښاروالۍ مسئولان تر پخوا ډیر په دې برخه کې هڅې کوي، څو ښاري سیمې له هر ډول غصب و ژغوري.
لسګونه جریبه ځمکه له غصب وژغورل شوه
26 جدی 1400