دپنځلسمې ناحیې اړوړند، قصبې سېمې ته څیرمه دهوایي ډګر پروژې پلې لارې اوعمومي واټونه له هر ډول خنډونو په ځانګړې توګه له کانګریټي خنډونو پاک او د ټولو ښاریانو پر مخ پرانیستل شول. پلې لارې او سړکونه عام ملکیتونه دي چې په ټولو ښاریانو پورې اړه لري، هیڅ حکمي یا حقیقي شخص یې د بندولو اجازه نه لري. د کابل ښاروالۍ مسئولان هڅه کوي څو د دې کار په دوام سره د تګ راتګ پر وړاندې شته ستونزې لمنځه یوسي.
د پنځلسمې ناحیې له یو شمیر سړکونو او پلو لارو کانګریټي او نور خنډونه پاک شول
26 جدی 1400