د دویمې ناحیې اړوند کابل ولایت ته څیرمه په صدارت څلورلارې کې د ۱۱۱۷ متر مربع په پراخوالي د وسایلو د پارکینګ دواطلبۍ چارې چې د کابل ښاروالۍ ملکیت دی د ګمارل شوي هیات پر وړاندې ترسره شوې چې د ګډونوالو له دلې عبدالرحمن د عبدالقدیری زوی د لوړ قیمت وړاندې کولو له امله ګټونکی اعلان شو. له دې پارکینګ به چې د تکهوی په شکل دی هر کال څخه ۱۳۵۰۰۰ افغانۍ عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته دننه کیږي.