د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو ټینګار وکړ

23 جدی 1400

کابل ښاروال مولوظی عبدالرشید په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو په اړه، ښاري پراختیايي پلانونه په ځانګړې توګه د ځمکو بیا پراختیا پلانونه و ارزول او زیاته یې کړه چې د ا.ا.ا د کابینې تر پریکړې وروسته به پلي شي. د کابل ښاروالۍ د دې برخې متخصیصینو په دې اړه زیاته کړه چې د ښاري معیارونو سره برابر دا اداره ژمنتیا لري څو د ځمکو د استملاک پر ځای له نویو او معاصرو لارو چارو ګټه واخلي او په ښاري پلانونو کې یې وکاروي. د ځمکو د استملاک او بیا پراختیا طریقه کولای شي د استملاک پر ځای وکارول شي. د کابل ښاروالۍ د بیارغونې ریاست کار کونکو د جاپان هیواد د (JIKA)  دفتر په تخنیکي مرسته یاده طریقه په تخنیکي او فني توګه زده کړې ده، څو غیر پلاني سیمې ماسټر پلان ته دننه کړي او له لارې یې د کابل ښاروالۍ پروژې پلې کړي، چې اوس مهال له یادې طریقې په ګټې اخیستنې د ۸۹۰۰ متر مربع په اوږدوالي د پنځه سوه فامیلو د ودانۍ چارې د رغونې په حال کې دي او دوه نورو ودانیو چارې به هم چې ( استوګنیز اپارتمانونه) د ماشومانو لپاره د ساتیرۍ ځای او پارکینګ په ګډون په بر کې نیسي ډیر ژر پیل شي.