په نهمه ناحیه کې د کذر وکالت ټاکنې ترسره شوې د کابل ښاروالۍ د ګذر وکالت ټاکنو د نوې مقررې له مخې د نهمې ناحیې د پنځلسم ګذر لپاره د وکالت ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ښاغلی صبرالله وتوانید د سیمې د خلکو د ۳۶۵ رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره خپله کړي. کابل ښاروالي لومړی په هغه ناحیو کې چې د ګذر وکیل یې مړ وي، خلک ترې شکایت لري او یا یې له دندې استعفا ورکړې وي ټاکنې ترسره کوي او وروسته یاده لړۍ ټولو ناحیو ته غځوي.
په نهمه ناحیه کې د کذر وکالت ټاکنې ترسره شوې
9 دلو 1400