د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یونسکو د فرهنګي میراثونو په لیست کې د بابرشاه بڼ شاملولو د تخنیکي او فني مطالعاتو کار پیل شو

7 دلو 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ متخصیصینو هم برخه لرله، د یونسکو د فرهنګي میراثونو په لیست د بابرشاه بڼ شاملولو په موخه د اغا بنسټ له استازو سره د تخنیکي او فني مطالعاتو پیلولو په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د چارو د ښه ترسره کیدو په موخه خپل نظر شریک کړ او د تاریخي او فرهنګي میراثونو په ساتلو یې ټینګار وکړ. په یاده ناسته کې د یادې تاریخي آبدې د فرهنګي میراث په توګه منلو او ښې همغږۍ په موخه د کابل ښاروالۍ، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، یونسکو دفتر او اغا خان بنسټ ترمنځ په ښې همغږۍ ټینګار وشو.