د کابل ښاروالۍ مسئولانو د سړکونو د بندیدو ستونزې ته په کتو، دا ځل د کورنیو چارو پخواني وزارت ته مخامخ له سړک کانګریټي خنډونه لمنځه یوړل او دیر ژر به په یاد سړک ترافیکي جریان بیرته پیل شي. دا سړک د دویمې ناحیې اړوند له صدارت څلورلارې تر ملالۍ زیږنتون د ۸۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۳ مترو
پرواخوالي چې وخت په کتو استهلاک شوی هم دی، په ځانګړې توګه پلې لارې او لښتي چې نړیدلي دي، چې د کابل ښاروالۍ له لوري به یې د بیارغونې کارونه هم پیل شي.