د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۵۰۰ فامیلو لیني موټر تنظیم شول

7 دلو 1400

د پنځلسمې ناحیې د مسئولانو له لوري د پنځه سوه فامیلو په څلورلارې کې د ۸ سیمو لیني موټر تنظیم او ثابت ځای ورته وټاکل شو. یاده سیمه چې مخکې د یو شمیر غاصبانو له لوري غصب شوې وه او پخپل سر یې پکې غرفې جوړې کړې وي، له پاکولو او آزادوالو وروسته د لیني موټرو لپاره چې د هرې سیمې موټر به ځانګړې د لارښونې لوحه هم لري، د ثابت ځای په توګه وټاکل شوه. له دې مخکې د پسته کچالو، هوايي ډګر، د کوتل سر، لیسه مریم، ده افغانانو، کور جوړولو قصبې، دیسپیچرۍ، سرای شمالي او نورو ځایونو موټر په نامنظمه توګه په یاده سیمه کې فعالیت کوي، چې د ګڼې ګوڼې، بې نظمۍ او د وخت د ضایع کیدو سبب ګرځیدل او د پنځه سوه فامیلو په څلورلارې کې یې د خلکو لپاره ستونزې را ولاړې کړې وې.