د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

هوايي ډګر څلورلارې ته په غځیدلو سړکونو تنظیفي حشر ترسره شو

4 دلو 1400

د تنظیفي حشرونو پر دوام یو ځل بیا هوايي ډګر ته په غځیدلو سړکونو تنظیفي حشر ترسره شو، چې په پایله کې یې ډیر شمیر تیت کثافات راټول ولیږدول شول. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست هڅه کوي څو په اونۍ کې دوه ځله په بیلابیلو ناحیو کې تنظیفي حشرونه ترسره کړي او په دې توګه په تنظیفي فعالیتونو کې وروسته پاتې والی جبران کړي. د یادې ادارې تنظیفي پرسونل په دومداره توګه پرته له ځنډ په ۲۲ ګونو ناحیو کې بوخت دي، څو ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کړي، خو یو شمیر ښاریان په تنظیفي برخو کې ناغیړي کوي او کثافات د اوبو په لښتیو، سړکونو او نورو عامه ځایونو کې تیتوي، چې په بیرته راټولولو او لیږدولو کې یې د کابل ښاروالۍ ډیر شمیر سرچینې مصرف کیږي او د تنظیفي پرسونلو پر اوږو دروند بار ږدي. پاکي او نظافت د ایمان یوه برخه ده، اړینه ده ټول دیني لارښونو او ټولنیزو اخلاقو ته په کتو په دې برخه کې خپله ونډه ادا کړ، څو د یوه پاک او زرغون ښار شاهدان و اوسو.