د اوومې ناحیې اړوند په بابرشاه بڼ کې د یوې ژورې څاه د کیندلو داوطلبۍ چارې په پوره شفافه فضا کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې نیم الحرم شرکت وتوانید د مناسب قیمت ( ۱۷۵۹۰) افغانۍ په وړاندې کولو سره ګټونکی اعلان شي. کابل ښاروالۍ په وروستیو کې د ملکیتونو کرایې ورکولو او نورو برخو دواطلبۍ چارې په پوره شفافه فضا کې ترسره کوي، څو په دې توګه له خدمتونو د خلکو رضایت ترلاسه شي.
د یوې څاه د کیندلو داوطلبۍ چارې ترسره شوې
13 دلو 1400