د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه د دولسمې ناحیې په کچه د اوبو له لښتیو د کثافاتو را ایستلو چارې دوام لري. د یو شمیر ښاریانو له لوري په یادو لښتیو کې بې ځایه او بې دریغه کثافات اچول شوي دي او څو ځله یاد لښتي له کثافاتو پاک شوي دي چې له امله یې د کابل ښاروالۍ ډیر شمیر مالي او انساني سرچینې په مصرف رسیږي.
په دولسمه ناحیه کې د اوبو لښتیو پاکول دوام لري
12 حوت 1400