الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مینې د دویمې څلورلارې د لاسي توکو پلورنکو لپاره بدیله سیمه وټاکل شوه

11 حوت 1400

د دولسمې ناحیې مسئولانو احمدشاه بابا مینې د دویمې څلورلارې د لاسي توکو پلورونکو لپاره بدیله سیمه ټاکلې ده. ټاکل شوې ده د احمدشاه بابا مینې د دویمې څلورلارې لاسي توکي پلورنکي بلې ور ورڅیرمه سیمې ته ولیږدول شي. بدیلې سیمې د کلنیک او اسیا مارکیټ ترمنځ، د لومړی څلورلارې پورته برخه، د افغان رستورانت او احمدشاه بابا تیلو ټانک شاته په نظر کې نیول شوې دي. کابل ښاروالي هڅه کوي څو د احمدشاه بابا مینې په دویمه څلورلاره کې ښاري نظم رامنځه کړي او دغه راز شته ستونزې د غوره لارو چارو له مخې حل کړي.