الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د چاپیریال ساتنې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

13 دلو 1400

د چاپیریال ساتنې برخې د وضعیت غوره کیدو په موخه د کابل ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ ګډه د همغږۍ غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د رئیس ذین العابدین عابد په ګډون ترسره شوه. په ناسته کې لومړی د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا ریاست له لوري راپور وړاندې وشو او په دې برخه کې د کړي کار، څارنو او پلټنو پایلې یې له ګډونوالو سره شریکې کړې. په غونډه کې پریکړه وشوه، څو د چاپیریال ساتنې د برخې سرغړونکي په ځانګړې توګه د هوا ککړونکو د جریمې په موخه ګډ کار وشي. دغه راز ګډونوالو ټینګار وشو څو د کابل ښاروالۍ، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او مالیې وزارت په همکارۍ او همغږۍ د مکروریانو د تصفیه خونې فعال کیدو په موخه کار وشي، د کلینیکي کثافاتو ګډه کمیته بیا ځل کار پیل کړي او دغه راز عامې روغتیا وزارت هم د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.  په یاده ناسته کې په دې هم ټینګار وشو څو د ګډې کاري کمیټې لپاره کړنلاره جوړه شي څو په دې توګه همکاري پیاوړې او د چاپیریال ساتنې د برخې ادارې د وضعیت غوره کیدو لپاره کار وکړي.