د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست په چوکاټ کې د تیږو د تولید فابریکې د بنسټ ډبره نن د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري کیښودل شوه. یاده فابریکه به مجهزه ماشینري ولري او ټولټال پرې ۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. د دې فابریکې په جوړیدو سره به د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري اړوند عمراني پروژې له دې کارخانې په ګټې اخیستنې پلې شي.