د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل هوايي ډګر د ختیځ لوري د پراختیا لپاره بدیله سیمه ټاکل کیږي

14 دلو 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل هوايي ډګر د ختیځ لوري د پراختیا لپاره د بدیلې سیمې ټاکلو په موخه له بیلابیلو ناحیو لیدنه وکړه او په اړوند یې مسئولانو ته ځانګړې لارښوونې وکړې. په همدې موخه د هوايي ډګر شاته د مالګدامونو د لیږد په طرحه کار روان دی، څو له وزیر آباد کانال د فابریکو په پنځمه کوڅه کې تر تیلو ټانک او د دسپیچرۍ له عمومي سړک د هوايي ډګر تر دیوال مالګدامونه، فابریکې سرایونو او ورکشاپونو چې د هوايي ډګر د ختیځ لوري د امنیت لپاره ګواښ دی بل بدیل ځای ته ولیږدول شي. دغه راز د یادو برخو د لیږد لپاره د بدیلو سیمو په استملاک به هم عملي چارې پیل شي. د یادو ځایونو په لیږد سره کیدی شي یو شمیر متشبیثینو ته مالي زیانونه ورسیږي ، خو د دوی د زیانونو د جبران لپاره هم په یوه طرحه کار روان دی او غوره پایلې به ولري. کابل ښاروالي له متشبیثینو ملاتړ کوي او په همدې موخه یې  په ۱۹ مه ناحیه کې د دوی د مصئون فعالیت لپاره ځانګړې سیمه په نظر کې نیولې ده او له معیارونو سم به یې عملي چارې هم پیل شي. د هوايي ډګر د ختیځ لوري د پراختیا لپاره لارې چارې له ښاري معیارونو سره برابرې په نظر کې نیول شوې دي او له یادې سیمې د سرایونو، مالګدامونو، ورکشاپونو او فابریکو د لیږد په په موخه یې د ۱۹ ناحیې اړوند د هوتخیلو سیمه مناسبه ګڼلې ده. مسئولان په همدې موخه د مالګدامونو، سرایونو، فابریکو او ورکشاپونو له مالکانو سره  د تفاهم او دوی ته د نمرو ویشلو په موخه په خبرو اترو لګیا دي.