د کابل ښاروالۍ د ګذر وکالت ټاکنو د نوې مقررې له مخې د څلورمی ناحیې د نهم ګذر لپاره د وکالت ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ښاغلی سید مجتبی هاشمی وتوانید د سیمې د خلکو د 375 رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره خپله کړي. کابل ښاروالي لومړی په هغه ناحیو کې چې د ګذر وکیل یې مړ وي، خلک ترې شکایت لري او یا یې له دندې استعفا ورکړې وي ټاکنې ترسره کوي او وروسته یاده لړۍ ټولو ناحیو ته غځوي.
په څلورمه ناحیه کې د ګذر وکالت ټاکنې ترسره شوې!
14 دلو 1400