
د ۱۹ ناحیې مسئولانو په یاده ناحیه کې درې بیلابیلې سیمې د پارک او زرغونو سیمو جوړولو لپاره پیژندلې ديی او ټاکل شوې ده په راتلونکي کال کې یې د جوړولو په اړه اقدام وشي. یادې سیمې چې مخکې ترې ناوړه ګټه اخیستل کیده له غصب آزادې شوې دي او اوس مهال د زرغونتیا او ښکلا پروګرامونو د پلي کولو لپاره آماده دي. کابل ښاروالي د زرغونو او تفریحي سیمو پراختیا ته ژمنتیا لري او په دې برخه کې د بیلابیلو ناحیو په کچه پروګرامونه پلي شي، څو ټولنیزه سوکالي او ښکلا رامنځته شي.


