د ۱۹ ناحیې په اړوند عمومي ځایونو او جوماتونو کې خلکو ته د ګذر وکالت ټاکنو په اړوند عامه پوهاوی ورکړل شو. ټاکل شوې ده د یادې ناحیې په دویم، دیارلسم او څوارلسم ګذر کې د وکالت ټاکنې ترسره شي. کابل ښاروالي لومړی په هغه ناحیو کې چې د ګذر وکیل یې مړ وي، خلک ترې شکایت لري او یا یې له دندې استعفا ورکړې وي ټاکنې ترسره کوي او وروسته یاده لړۍ ټولو ناحیو ته غځوي.
د ۱۹ ناحیې اوسیدونکو ته معلومات ورکړل شول
16 دلو 1400