کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښاري مسایلو د غوره تعقیب او مدیریت په موخه د دوه ویشت ګونو ناحیو له رئیسانو سره غونډه ترسره کړه. کابل ښاروال دغه راز د بهرنیو اسعارو د کارولو په اړوند وویل چې په بهرنیو اسعارو د کورونو او هټیو په کرایه ورکول منع دي او په دې برخه کې یې مسئولانو ته ځانګړې دندې وسپارلې. ورته مهال نوموړي د ښاري نظم، د ګڼې ګوڼې د کموالي، د وسایلو د بې ځایه تم کیدو، د پارکینګونو د تنظیم، د لاسي توکو پلورونکو د تنظیم، د زرغونو سیمو د پراختیا او له ښاري ملکیتونو د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې مسئولانو ته ځانګړې لارښوونې وکړې.
کابل ښاروال د دوه ویشت ګونو ناحیو له رئیسانو سره غونډه ترسره کړه
18 دلو 1400