د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ رهبرۍ په بازارونو کې د بیو د کنټرول په موخه د همغږۍ غونډه ترسره کړه

18 دلو 1400

د ښاریانو ستونزو او ننګونو ته د رسیدو په موخه د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر مشرۍ لاندې، د کسب کارانو، نانوایانو او اوړو خرڅونکو د استازو او د سوداګرۍ خونې د مسئولانو په ګډون، په بازارونو کې د ارتزاقي موادو او خوراکي توکو د بیو د څرنګوالي په موخه ترسره شوه. کابل ښاروال د لومړنیو خوراکي توکو د کمرګي نرخ لوړوالي، له کاونډیو هیوادونو څخه د وارداتو، د بهرنیو اسعارو د بدلون  او نورو برخو کې د سوداګرو او کسب کارانو ستونزې واوریدې او زیاته یې کړه چې د ستونزو د حل په موخه به اړوند ادارو ته ځانګړې سپارښتنې وشي. کابل ښاروال له ټولو سوداګرو او کسب کارانو وغوښتل څو د توکو په عرضه کولو کې له انصاف کار واخلي، ځکه محدویتونه لمنځه تللي دي او د افغانۍ پر وړاندې د بهرنیو اسعارو بیې هم مخ پر ځوړ روانې دي. کابل ښاروال په دې برخه کې مسئولانو ته هم یو شمیر لارښونې وکړې، چې په عملي کیدو سره به د بیو د لوړوالي په برخه کې د ښاریانو ستونزې حل شي.