د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ودانیزو سرغړونو ته د رسیدو کمیټې غونډه ترسره شوه

18 دلو 1400

ودانیزو سرغړونو ته د رسیدو کمیټې نوبتي غونډه چې پخوا د ولسمشر د لومړي مرستیال تر مشرۍ لاندې ترسره کیده له دې وروسته  د کابل ښاروال مولوي عبدلرشید تر مشرۍ لاندې ترسره کیږي او په نوې نوبتي غونډه کې یې  پریکړه وکړه چې له دې وروسته به د ودانیزو چارو سرغړونکي تر جدي قانوني چلند لاندې ونیول شي. یاده کمیټه له ناقانونه او بې جوازه ودانیو څخه د مخنیوي په موخه جوړه شوې ده. کابل ښاروال وویل چې ټول مسئولان باید د مسئولیت احساس وکړي او خپلې دندې په سمه توګه پر مخ یوسي. نوموړي د ودانیزو سرغړونو کړنلارې پر بنسټ له ودانیزو سرغړونکو سره پر چلند ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې مسئولانو ته ځانګړې لارښونې وکړې، څو هر څه ژر دې برخې کړنې په غوره توګه ترسره شي.