د اتمې ناحیې اړوند د مستان ویاله د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه چې کلونه کیدل بنده وه له نجات څلي تر غازي لوبغالي چې له کابل سیند سره یو ځای کیږي له کثافاتو پاکه شوه. د ویالې تر پاکولو وروسته مسئولان لاس په کار شول او له یادې ویالې را ایستل شوي کثافات یې د خپلې ماشینری له لارې ځانګړو ځایونو ته و لیږدول څو د بیا بندیدو سبب ونه ګرځي. له بده مرغه په تيرو وختونو کې ياده ویاله د یو شمیر ښاريانو له لوري د کثافاتو غورځولو له امله بنده شوې وه، چې له دې وروسته به له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند وشي.
مستان ویاله له کثافاتو پاکه شوه
24 دلو 1400