کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د زمان خان کلی د پروژې د اصلاحي پلان د ښه پلي کولو په موخه له سیمې لیدنه وکړه او د چارو د چټکتیا په موخه یې تخنیکي او مسلکي مسئولانو ته اړینې لارښوونې وکړې. د قلعه زمان خان پروژې اصلاحي پلان به تر دقيقې ارزونې وروسته د ریاست الوزرا مقام د منظوری په موخه واستول شي. د یاد پلان له مخې به د کابل ښار منظمې ودې او پراختیا او د کابل ښار د اقتصادي ودې ته غوره زمینه برابره شي.