د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تیمور شاهي سیمې لاسي توکو پلورونکو ته د تثبیت پلیټونو ویش پیل شو

25 دلو 1400

له خپلسریو او موقتې کرایې څخد د مخینوي په موخه د تیمور شاهي سیمې پر لاسي توکو پلورونکو او ګرځنده کراچیو د تثبیت پلیټ د ویش لړۍ پیل شوه. د لومړۍ ناحيې د مرستيال مولوي صبغت الله په وينا، د تثبیت پلېټ له وېشلو يې موخه د خپلسرۍ مخه نيول او پر وخت کابل ښاروالۍ ته د کرايې ورکول دي. نوموړي زیاته کړه چې د تثبیت د پلان له مخې غرفه لرونکي او لاسي توکي پلورنکي داسې تنظیم کیږي څو له یوه لوري سړکونه او پلې لارې بشپړې خلاصې وي او له بل لوري تلونکو ته هم هیڅ ډول ستونزه پیښه نه کړي. د یوه غرفه لرونکي عبدالناصر په وینا د تثبیت پلیټ ویش د لاسي توکو پلورونکو په ګټه دی او په تیر کې د غرفه لرونکو کرایه مشخصه نه وه،  خو نن د دې ډول پلیټونو په ویش دوی پوهیږي چې څومره میاشتنۍ کرایه ورکړي. ایمل یو بل د لاسي توکو پلورنکی دی او وایي چې د کابل ښاروالۍ دا اقدام د ګڼې ګوڼې د کمښت او ښاري نظم لپاره غوره اقدام دی. نوموړي له کابل ښاروالۍ وغوښتل څو د غرفو کرایې کمې کړي، ځکه په وینا دوی په دې ورځو کې ښه عاید نه لري. د تثبیت پلیټ له مخې د فې متر مربع غرفې لپاره په میاشتنۍ توګه ۲۵۰۰ افغانۍ کرایه ټاکل شوې ده.