الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ۱۱ ناحیه کې د لاسي توکو پلورونکو د مصئون فعالیت طرحې تطبیق پیل شو

26 دلو 1400

د کابل ښاروالۍ د ښاري نظم کمیټې  د ۱۱مې ناحیې له افسوتر تر سرای شمالي سیمې پورې د لاسي توکو پلورونکو د مصئون فعالیت طرحې تطبیق د نه خوځیدونکو کراچیو په ایښودو پیل کړ. هغه ۸۵ ناقانونه پلورونکو چې په سرای شمالي چوک کې فعالیت کوي او د پلو لارو او سړکونو بندیدو سبب ګرځیدلي ژمنه وکړه چې له نوي ډیزاین سره سم به فعالیت پیل کوي او خپل فعالیتونه به منظم کوي. دا پلان د ښاري نظم د وضعیت د ښه والي په موخه د ښاري نظم د کمیټې لخوا په ازمایښتي توګه په لاره اچول شوی دي. د یادونې وړ ده چې کراچۍ د لاسي توکو پلورونکو په خپل لګښت جوړیږي او کابل ښاروالي یوازې دوی ته ډیزاین وړاندې کوي، څو له یوه لوري د دوی فعالیتونه په منظمه توګه ترسره شي او له بل لوري ښاري نظم، تلپاتې پراختیا او ښکلا ته زمینه برابره شي.