الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کورنیو چارو وزارت ته مخامخ د اوبو لښتۍ پاک شو

29 دلو 1400

د ځمکې د سر اوبو مدیریت په موخه د سلطان محمود غزنوي واټ په مینځ کې کورنیو چارو وزارت ته مخامخ د اوبو لښتۍ چې پکې د کثافاتو غوځولو له امله بند شوی وو او اریا ښارګوټي ته مخامخ د اوبو ډنډ کیدو سبب ګرځید، د کابل ښاروالۍ له لوري په بنسټیزه توګه پاک شو. د دې لښتي اوبه وزیر آباد ته کانال ته تللې، چې له بده مرغه د یو شمیر ناغیړه ښاریانو له لوري پکې د کثافاتو غوځیدو له امله بند شوی وو، چې د کابل ښاروالۍ د پرسونلو له لوري د ماشینرۍ په وسیله له کثافاتو پاک او کثافات یې ځانګړو ځایونو ته ولیږدول شول.