د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له لوري د سراسري نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

1 حوت 1400

د ۱۴۰۱ کال د نیالګیو کینولو کمپاین د روان ۱۴۰۰ کال د کب په لومړی نېټه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید  او مرستیالانو مولوي عصمت الله عاصم او ډاکتر صدرالدین تاجک له لوري د وزیرمحمد اکبرخان تپې پر سر د یوه نیالګي په کینولو سره د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا په هیله پیل شو. د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي عصمت الله عاصم  د اسلام له نظره په ژوند کې د نیالګیو په ارزښت  او د نیالګیو کینولو ملي کمپاین پر ګټو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ښار په کچه اوسنۍ زرغونې سیمې بسنه نه کوي او دایې ښه فرصت وګاڼه څو د نیالګیو کینولو په ملي کمپاین کې کابل ښاریان برخه واخلي او د ښار د زرغونتیا په ډیریدو کې مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه چې هر ښاري د خپلو استوګنځیو او ملکیتونو مخې ته د یوه نیالګي په کینولو سره کولای شو د ښار په زرغونتیا کې خپله ونډه ادا کړو او دوی یې وهڅول څو د کابل ښاروالۍ له زرغون کاروان سره یوځای شي. ښاغلي عاصم دغه راز وویل چې دوی له ملي سوداګرو سره په اړیکه کې دي، څو د نیالګیو په تیارولو کې له دوی سره مرسته وکړي، ځکه د نوموړي په وینا د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري روزل شوي نیالګي د ټولو سیمو لپاره بسنه نه کوي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې دوی له ۲۰۰ زره ډیر نیالګي او له ۱۰۰ زره ډیر زینتي ګلان روزلي دي او اړینه یې وګڼله څو په دې برخه کې ښاریان هم خپل مسئولیت ادا کړي. په یادو مراسمو کې د وګذر وکیلانو په استازیتوب حاجي وزیرګل خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د کابل ښاروالۍ له زرغونتیا ریاست سره به د نیالګیو کینولو پرمهال هر راز مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې د کابل ښاروالي د زرګونو نیالګیو د کینولو سربیره، د یادو نیالګیو د پالنې او ساتنې لپاره هم بیلابیل پروګرامونه په پلان کې لري، څو کابل ښار ښایسته، ښکلي او زړه راښکوونکې بڼه خپله کړي.