د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالي د هوايي ډګر د پراختیا لپاره د جایدادونو په سروې او استملاک کار پیلوي

2 حوت 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په داسې حال کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلی نورالدین عزیزي او ښاري متخصصین ورسره مل وو، د هوايي ډګر د پراختیا په موخه له استملاک کیدونکو سیمو او د فابریکو او مالګدامونو لپاره له بدیلو سیمو لیدنه وکړه او د پلانونو د ترتیب په موخه یې مسئولانو ځانګړې لارښونې وکړې. د هوايي ډګر د ختیځې برخې د پراختیا لپاره د جایدادونو د استملاک لپاره پلانونه طرحه شوي دي او ټاکل شوې ده چې د سروې کار یې ډیر ژر پیل شي. په همدې موخه د هوايي ډګر شاته د مالګدامونو د لیږد په طرحه کار روان دی، څو له وزیر آباد کانال د فابریکو په پنځمه کوڅه کې تر تیلو ټانک او د دسپیچرۍ له عمومي سړک د هوايي ډګر تر دیوال مالګدامونه، فابریکې سرایونو او ورکشاپونو چې د هوايي ډګر د ختیځ لوري د امنیت لپاره ګواښ دی بل بدیل ځای ته ولیږدول شي. د یادو ځایونو په لیږد سره کیدی شي یو شمیر متشبیثینو ته مالي زیانونه ورسیږي ، خو د دوی د زیانونو د جبران لپاره هم په یوه طرحه کار روان دی او غوره پایلې به ولري.  د هوايي ډګر د ختیځ لوري د پراختیا لپاره لارې چارې له ښاري معیارونو سره برابرې په نظر کې نیول شوې دي او له یادې سیمې د سرایونو، مالګدامونو، ورکشاپونو او فابریکو د لیږد په په موخه یې د ۱۹ ناحیې اړوند د هوتخیلو سیمه مناسبه ګڼلې ده. مسئولان په همدې موخه د مالګدامونو، سرایونو، فابریکو او ورکشاپونو له مالکانو سره  د تفاهم او دوی ته د نمرو ویشلو په موخه په خبرو اترو لګیا دي.