د دولسمې ناحيې په کچه د نیالګیو کینولو کمپاین د زرغونتیا ریاست د رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د دولسمې ناحیې د رئیس احسان الله جواد او د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو په ګډون د سلګونو نیالګیو په کینولو سره پیل شو. د نیالګیو کینولو موسم ښه فرصت دی څو ښاریان د ښار په زرغونتیا کې برخه واخلي. د نیالګیو کینول په طبعیت کې د پانګې په معنی ده، چې هیڅ وخت زیان نه لري. راځئ ټول د نیالګیو کینولو په موسم کې د ژوند د بقا لپاره یو یو نیالګی کینو.
په دولسمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو
3 حوت 1400