الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو نوی مرستيال معرفي شو

4 حوت 1400

 د کابل ښاروال په وړانديز او د رئیس الوزرا د حکم له مخې مولوي حبيب الرحمن د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مرستیال په توګه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري همکارانو ته ور وپیژندل شو. کابل ښاروال وویل چې، د ټولنیزو او فرهنګي چارو د نوي مرستیال په ټاکل کیدو سره به  چارې ګړندۍ او په ټولنیزو او فرهنګي برخو کې به غوره چارې ترسره او  غوره ښاري خدمتونو ته زمینه برابره شي.  کابل ښاروال د خدمتونو وړاندې کولو پر مهال د کارکوونکو تر منځ د همکارۍ روحيې پر پياوړتيا ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دوه اړخیز مسؤوليت منل به د ښار د پراختیا او پرمختیا په برخه کې غوره تمام شي.  مولوي حبيب الرحمن په اسلامي علومو کې د لوړو زده کړو تر څنګ په مدیریتي برخو کې هم تجربه لري او په وروستيو کې یې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.