الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: په ګنه ګوڼه لرونکو سیمو کې ښاري نظم راوستل لومړیتوب دی

17 حوت 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه د لومړی او دویمې ناحیې بیلابیلې سیمې و ارزولې. نوموړي په بازارانو کې ښاري سرغړونې، د وسایطو بې ځایه والی، د سړکونو او پلو لارو بندیدل، د یو شمیر خصوصي شرکتونو له لارې د پلو لارو کیندنه، ودانیزې سرغړونې او نور ښاري مسایل له مسئولانو سره تر بحث لاندې ونیول او زیاته یې کړه چې په ښاري ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې ښاري نظم راوستل لومړیتوب دی او باید په دې برخه کې ډیره هڅه وشي. کابل ښاروال زیاته کړه چې د مسئولانو وظیفوي غفلت او ناغیړي ورته د منلو وړ نه ده او که چیرته پر وخت کړنې ترسره نه کړي، ډیر ژر به د یو لړ بدلونونو شاهدان و اوسو. نوموړي پر قانون منلو او ښاري اصولو په پام کې نیولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیڅ شرکت حق نه لري پرته له کابل ښاروالۍ سره تر همغږۍ مخکې په خپل سر پلې لارې وکیندي.  د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې یو شمیر خصوصي شرکتونو په خپل سر په غیر معیاري توګه په پلو لارو کې کیندنې کړې دي، چې دا موضوع د کابل ښاروالۍ له لوري په جدي توګه څیړل کیږي.