الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د راکړې ورکړې په برخه کې د آسانتیاو رامنځته کیدو په موخه د پښتني بانک له رئیس سره وکتل

17 حوت 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پشتني بانک د عامل پلاوي له رئیس حافظ غلام اسحق سره، د کابل ښاروالۍ او پښتني بانک ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو او د راکړې ورکړې په برخه کې د آسانتیاو رامنځته کیدو په موخه وکتل. د پښتني بانک رئیس کابل ښاروالۍ ته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د آسانتیاو رامنځته کولو ډاډ څرګند کړ او دواړو لورو د مسئولانو ترمنځ یې پر همغږۍ ټنیګار وکړ. ورته مهال کابل ښاروال د پښتني بانک له فعالیتونو ستاینه وکړه او د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو د معاشونو د اجرا او تعرفو په برخه کې یې د پښتني بانک له رئیس سره یو شمیر وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل. په یاده لیدنه کې دغه راز د کابل ښاروالۍ له لوري د پښتني بانک اړوند هیټیو د مهرولاک کیدو، پښتني بانک ته د مخامخ سیمې د چاپیریالي حالت ارزونې او د بانکي سیسټم په یو شمیر ستونزو هم بحث او خبرې وشوې او اړینې پریکړې ترسره شوې.