د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خلکو او مسئولانو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه له ګذر وکیلانو سره غونډه ترسره شوه

17 حوت 1400

د خلکو او مسئولانو ترمنځ په خدماتي، ټولنیزو او فرهنګي چارو کې د همغږۍ په موخه د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو چارو د معین مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د ۲۲ ګونو ناحیو له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال وویل د ښار په آبادۍ، ښکلا او نظافت کې د ګذر وکیلانو دنده مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې وکیلان باید په دقت او سرعت سره دښاریانو ټولنیزې اواقتصادې ستونزي درک کړي، د سرغړونو په مخنیوي کې مرسته وکړي او د خلکو او مسئولانو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي. د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست رئیس مولوي محمد ناصر کبیري په  خپلو خبرو کې د ښاري اصولو او قوانینو پر پلي کیدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هر ښاري باید د ښار پر وړاندې خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت ادا کړي. نوموړي له ګذر وکیلانو وغوښتل څو په خپلو سیمو کې خلک د نیالګیو کینولو سربیره د کابل ښاروالۍ له لوري د کینول شویو نیالګیو ساتنې او پاللو ته وهڅوي، د کثافاتو په اړه خلکو ته لارښونې وکړي او ښاریان وهڅوي څو د صفایۍ محصول پروخت تحویل کړي. ګذر وکیلانو هم په خپلو خبرو کې د خپلو سیمو ستونزې له مسئولانو سره شریکې کړې او له هغوی یې وغوښتل څو په حل کې یې اړین اقدامات ترسره کړي. ګذر وکیلانو ژمنه وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره به په ټولو برخو کې همکار و اوسي او خپل ور سپارل شوي مسئولیتونه به په سمه  توګه ادا کړي.