الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال هیواد د کرکټ بورډ له استازو سره وکتل

17 حوت 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د افغانستان د کرکټ بورډ له استازو هر یو د انجنیري څانګې مسئول انجنیر صدیق الله احمدزي او حقوقي مشاور محمد همایون شهاب سره د کابل ښار په شپاړلسمه ناحیه الوخیلو سیمه کې د کرکټ لوبغالي د جوړیدو پر استملاکي ستونزو خبرې وکړې، چې تر حل کیدو وروسته به یې عملي چارې پیل شي. کابل ښاروال د یاد لوبغالي د استملاکي چارو د حل کیدو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې یاده سیمه له ترافیکي ګڼې ګوڼې خالي ده او لوبغالي لپاره یې وړ سیمه وبلله. د یادې لویې پروژې په بشپړیدو سره به ډیر شمیر سپورټي، ټولنیزې او سوداګریزې آسانتیاوې رامنځته شي.